د فلسطین د ملکي دفاع ادارې خبر ورکړی، چې د اکتوبر له لسمې نېټې راپه دېخوا، د اوربند له اعلان وروسته د اسرائيلو په تازه بریدونو کې نږدې ۱۰۰ فلسطینیان شهيدان شوي دي.
یادې ادارې ویلي، په داسې حال کې چې متحده ایالت د اوربند د پیاوړتیا هڅه کوي، اسرائيل په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د اوربند د ماتولو هڅې کوي. دا په داسې مهال ده، چې صهيونيست رژيم تر دې وړاندې هم له حماس غورځنګ سره له کړي اوربند څخه غړونه کړې وه.