ډېر لوستل شوي

د فرانسې پخوانی ولسمشر زندان ته استول شوی 

د فرانسې پخواني ولسمشر «نیکولا سارکوزي» د خپل پنځه کلن بند سزا پیل کړې او نن (سې‌شنبې، تلې ۲۹مه) زندان ته استول شوی دی. 

د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې د فرانسې پخوانی ولسمشر یوه میاشت مخکې په محکمه کې د لیبیا ټاکنو پرمهال د غیرقانوني د فنډونو راټولولو په تور مجرم وپیژندل شو او د پنځه کاله بند سزا ورته وټاکل شوه.   

نیکولاس سارکوزی د پولیسو په موټر کې له خپل استوګنځي څخه د پاریس «لا سانټي» زندان ته لېږدول شوی دی.

د راپورونو له مخې، کله چې ۷۰ کلن سارکوزی له خپلې میرمنې «کارلا بروني» سره لاس په لاس د زندان موټر ته ور روان و، ځینو ملاتړو یې د «نیکولا نیکولا» په شعار او د فرانسې ملي سرود په غږولو هغه ته هرکلی وایه. نیکولا سارکوزی له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې ولسمشر و او لا یې هم پر خپلې بې‌ګناهۍ ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه