د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د امریکا «جېمز فولي بنسټ» د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي ته د ۲۰۲۶ کال د « Hostage Freedom Award » د (بندیانو د آزادۍ) جایزه ورکړې ده.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د بنسټ په حواله ويلي، الخلیفي د قطر د اصلي منځګړي په توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه، ایران، غزه او وینزویلا په څېر هېوادونو کې د بندي امریکایانو د خوشې کولو په خبرو کې مهم رول لوبولی دی.
ياد بنسټ دغه راز ويلي، چې د هغه مهارتونو د باور د پُلونو په جوړولو، د خبرو اترو د لارو پرانیستلو او د پېچلو قضیو په حل کې د اغېزمنو خبرو اترو لارښوونه کړې ده. د «فولي بنسټ» څرګنده کړې چې د قطر د بهرنيو چارو وزير په هغو مسائلو کې د اړيکو او بشري حل، يو داسې لارې موندلې چې حتی امريکا يې په تړاو رسمي اړيکي نه درلودې.