ډېر لوستل شوي

هېواد کې د کاسا – ۱۰۰۰ سیمه‌ییزې پروژې چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د هېواد په شمال، شمال ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د کاسا-۱۰۰۰ سیمه‌ییزې پروژې چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې او ټاکل شوې چې د یادې پروژې چارې د ۲۰۲۷ زیږدیز کال تر پایه بشپړې شي.
د امید راډیو د خبریال په راپور کې د افغانستان برښنا شرکت ویاند، قاري محمد صادق حق‌ پرست په حواله ویل شوي چې په دې پروژه کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري زمینې هم برابرې شوې او دغه راز به په کلني ډول ۶۰ میلیون ډالر عواید د لیږد فیس له درکه له یادې پروژې د دولت خزانې اضافه شي.
له بل لوري د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي کاسا – ۱۰۰۰ پروژه د سیمې په کچه یوه له مهمو او سترو پروژو څخه بولي او زیاتوي، چې په پلي کېدا سره به یې په هېواد کې د پانګونې کچه لوړه شي.
کاسا – ۱۰۰۰ د افغانستان له لارې پاکستان ته د قرغزستان او تاجکستان برېښنا لېږد پروژه ده او له دې پروژې څخه به پاکستان ۱۰۰۰ میګاواټه او افغانستان ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.

اړوند خبرونه