د کندهار ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «دامان» ولسوالۍ کې د ۵۰۳ میلیون افغانیو په لګښت د باروړونکو موټرو لپاره د یو لوی ترمینل جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت د ټرانسپورټ او هوایي چلند مرستیال، مولوي عصمت الله عاصم امید راډیو ته ویلي چې دا ترمینل پر ۵۸۲ جرېبه ځمکه جوړېږي او چارې به یې په دریو کلونو کې بشپړې شي.
د امید راډیو د خبریال په راپور کې ویل شوي چې دا ترمینل په مشارکتي ډول د افغان رولکس شرکت له لوري پر هغه ځمکه جوړېږي چې څه موده وړاندې له غصب خلاصه شوې وه.
په ورته مهال د کندهار مرستيال والي، ملا محمد صادق انقلابي ټینګار کړی چې د شرکت مسوولين دې د پروژې په تطبيق کې کيفيت ته پام وکړي، چې ساختماني چارې یې په لوړ کيفيت ترسره شي. بلخوا بیا د لويو موټرونو چلوونکو هم د دې پروژې پر تطبیقکېدو خوښي ښودلې او له امید راډیو سره یې په خبرو کې ویلي چې په اوسنیو ترمینلونو کې د زیاتې ګڼېګوڼې له امله وخت ناوخت ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.