ډېر لوستل شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارو شنونکو د ستاينې غونډه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شېراحمد حقاني په مشرۍ د چارو شنونکو د ستاينې غونډه ترسره شوې ده.

ياد وزارت وايي، په دې غونډه کې ښاغلي حقاني ويلي، چې د چارو شنونکو، رسنيو او افغان ملت د وروستيو پېښو پر مهال په يووالي سره له نظام ملاتړ کړی او نړۍ ته يې ښودلې چې دا يو واحد او خپلواک ملت دی او دا يې ثابته کړه، چې هېڅ هېواد ته د تيري اجازه نه ورکوي.

شيخ شېراحمد حقاني ټينګار کړی، اسلامي امارت د نړۍ له زبرځواکونو سره د يو خپلواک نظام په توګه مذاکرات کړي او د ملت له حقوقو يې په مېړانې دفاع کړې ده.

د ياد وزارت د خپرونو چارو مرستيال مولوي مهاجر فراهي هم په خپلو څرګندونو کې ويلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنيو او سياسي شنونکو ملاتړ ته ژمن دی، هغه رسنۍ چې اسلامي او افغاني ارزښتونه مراعتوي، کولای شي په پوره ازادۍ سره فعاليت وکړي. د چارو شنونکو د خپلو ويناوو پر مهال له هېواد څخه دفاع خپل اسلامي او ملي مسووليت بللی او د اسلامي امارت د نظامي ځواک مېړانه يې ستايلې ده.

اړوند خبرونه