په ننګرهار ولایت کې د «سید اسحاق ګیلاني ښارګوټي» په نامه شاوخوا ۵۶۴۰ جریبه ځمکه د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې له مخې امارتي بلل شوې ده.
د ياد وزارت وياند قاري برکتالله رسولي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، یاده محکمه د سرخرود ولسوالۍ د نوموړي ښارګوټي د «سندونو او مدارکو» تر دقیقې بررسۍ وروسته پرېکړې ته رسېدلې، چې دغه ټوله ځمکه د دولت ملکیت دی.
د خبرپاڼې له مخې، په پرېکړه کې دا هم ویل شوي، هغه کسان چې د دې ځمکې پېرودونکي دي، کولای شي د خپلې بیې او تاوان د جبران لپاره له پلورونکو سره قانوني مراجعه وکړي.
عدليې وزارت ډاډ ورکړی، چې د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د تثبیت او استرداد بهیر روان دی او د غصب شویو ځمکو د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي او اختصاصي محکمې له دقیقو بررسيو وروسته د امارتي او تر ادعا لاندې ځمکو په اړه پرېکړې کوي.