ډېر لوستل شوي

د افغان او ترکمن لوړپوړو چارواکو لیدنه؛ د ټاپي پروژې پر اهمیت ټینګار شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د «نفتو او ګازو د درېيم نړیوال نندارتون» په څنډه کې د ترکمنستان د کابینې د مرستیال او د ولسمشر مرستیال بایمراد آنامامدف سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي سترې پروژې پر اهمیت ټینګار کړی او دا یې د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان او ترکمنستان لپاره یوه مهمه اقتصادي لاسته‌راوړنه بللې ده.

په دې ناسته کې د يادې پروژې د دويم پړاو د پرانیستې هرکلی شوی او دا یې د صنعتي پراختیا، اقتصادي همکاریو او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا په لور اغېزمن ګام ياد کړی دی.

ښاغلي عزيزي د د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ملاتړ څرګند کړی او له ترکمنستانه يې غوښتي، چې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل کې بېړنی اقدام وکړي، په ځانګړې توګه د هغو مواردو په اړه چې سوداګرو پیسې ورکړې، خو لا یې توکي نه‌دي ترلاسه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې دغه راز د دواړو لوریو د نږدې اړیکو د دوام او د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب په تړاو ډاډ ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه