ډېر لوستل شوي

د بلخ والي د تاجکستان د سرحدونو وزارت په غونډه کې ګډون کړی

د بلخ والي، ملا محمد یوسف وفا د تاجکستان په رسمي بلنه د یاد هېواد پلازمېنې، دوشنبې ته سفر کړی او هلته یې د سرحدونو وزارت په یوه مشترکه غونډه کې ګډون کړی دی. 

د بلخ ولایت د رسنیو دفتر په رالېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا محمد یوسف وفا دې غونډې ته د وینا پرمهال ټینګار کړی چې د افغانستان په اقتصادي بریا او د اقتصادي اسانتیاوو په رامنځته‌کولو کې د ټولو هېوادونو ګټه او له ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعاملات او اړیکي راتللای شي. 

د بلخ والي په دې غونډه کې همداراز ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې هېڅ نیابتي ډلې نشته، او د نشه‌يي توکو د استعمال، کرکیلې، قاچاق، پیر او پلور د له‌ منځه‌وړلو په برخه کې هم زیات پرمختګونه شوي دي. 

ملا محمد یوسف وفا د افغانستان او تاجکستان دوه‌اړخیزو اړیکو ته په اشارې ویلي: “دا ډېره مهمه ده چې د ښو اقتصادي فرهنګي او نورو اړیکو د پراختیا لپاره په خپلو منځونو کې د بلخ او تاجکستان د ختلان ولایت پر سرحد یو پُل دوستي او ټرانزیټي لار ولرو، ترڅو مو اړیکي لا قوي او پیاوړي شي.”

د خبرپاڼې له مخې، د تاجکستان د سرحدونو وزارت په دې مشترکه غونډه کې د یاد هېواد د استخباراتو وزیر  «سیدموف سیدمومن ستاراویچ» هم ژمنتیا ښودلې چې دوی په اوس وخت کې افغانستان د یو ښه ګاونډي په توګه موندلی دی.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې تاجکستان او افغانستان به دوستانه اړیکې پالي او هېڅ ډلې ته به اجازه نه ورکول کېږي چې د دواړو هېوادونو امنیت خراب کړي.

اړوند خبرونه