ډېر لوستل شوي

د لغمان د «شاهي کانال» چارې ۱۸ سلنه پرمخ تللې

د اوبو او انرژۍ وزارت د لغمان په الينګار کې د «شاهي کانال» د ۱۸ سلنه چارو له پرمختګ خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، چې د لغمان د اوبو او انرژۍ رئيس مولوي شېرجان راشدي او مل پلاوي يې د دې کانال له چارو څارنه کړې او اړوند مسوولينو ته يې اړينې لارښوونې هم کړې دي.

د معلوماتو له مخې، دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په لرلو سره ۷۰ کيلو مټره اوږدوالی لري او کابو ۲۰ هکټاره ځمکه خړوبوي، چې اوس‌مهال يې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

ويل‌کېږي، د يادې پروژې لومړی فاز د ۳۰ کيلو مټره په اوږدوالي سره په څلورو برخو (لاټونو) کې پلي کېږي او پنځه زره هکټازه کرنيزه ځمکه خړوبوي.

اړوند خبرونه