د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه مل پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان په پلازمېنه «عشقآباد» کې د نفت او ګاز په درېیمه نړیواله نندارتون او کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا نندارتون او کنفرانس د بېلابېلو هېوادونو د متخصصانو او نړیوالو شرکتونو د استازو په ګډون ترسره شوی، چې موخه یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا بلل شوې ده.
په ياده غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون موخه د سیمهییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د پانګونې د نويو فرصتونو رامنځته کول ښوول شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په دې غونډه کې ګډون د اسلامي امارت د هغه ژمنتیا څرګندونه کوي چې غواړي سیمهییز اقتصادي اړیکې پیاوړې او بهرنۍ پانګونه هېواد ته راخپله کړي. دا په داسې مهال ده، چې له سيمې هېوادونو سره د افغانستان سياسي او اقتصادي اړيکې ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې دي.