ټولګټو وزارت لوګر کې د څه باندې يو میلیارد افغانیو په ارزښت د دوو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
ددغو پروژو د چارو په پرانیستغونډه کې
د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکریم فاتح، د یاد ولایت د ټولګټو رییس مولوي جنت ګل سراج، یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او قومي مخورو برخه اخیستې وه.
په دې پروژو کې له خضر سیمې څخه تر پادخواب روغني- برکي راجان – ده شيخ څلور لارې – د څرخ ولسوالۍ تر ډبرې پل پورې د ۳۲ کیلومتره سړک د رغونې پروژه او د لوګر پوهنتون د سړک پخولو پروژه شامله ده.
دواړه پروژې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور په ګډو هڅو بشپړیږي چې مجموعي ارزښت یې له یو میلیارد افغانیو اوړي.
د یادو پروژو په مټ به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي او په بشپړېدو سره به یې سیمه ییز ټرانسپورت منظم شي.
د ټولګټو وزارت له قوله، دا پروژې به د یادو مسیرونو څخه د تلونکو مسافرو او زده کړیالانو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزو توکو په اسانه لېږد کې مرسته وکړي.
یاده دې شي چې ټولګتو وزارت په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بیلو ولایتونو کې د سړکونو، لویولارو، پلونو او پُلګوټو د رغونې او بیا رغونې په برخه کې د ګڼ شمیر پروژو چارې پیل کړې دي.

