هندي رسنیو راپور ورکړی چې د یاد هېواد په «اندرا پردېش» ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دا پېښه د موټرسایکل او بس موټر د ټکر له امله شوې چې په پایله کې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.
په دې بس کې ۴۱ کسان سپاره وو چې له ډلې یې ۲۱ کسان ژوندي دي، خو د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

