ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ راتلونکې اونۍ له چین، جاپان، مالیزیا او جنوبي کوریا څخه کتنه وکړي.
سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ تر بیا ورګرځېدو وروسته اسیایي هېوادونو ته د نوموړي لومړی سفر دی.
ویل کیږي چې ټرمپ به د اسیا پاسفیک سازمان د غونډې په څنډه کې د چین له رهبر او ددې هېواد له ولسمشر سره هم وګوري.
د اقتصادي ناندریو او بندیزونو سربېره ډونالډ ټرمپ هیله ښودلې چې له بیجېنګ سره به په ټولو مسایلو کې موافقې ته رسیږي.
د نړیوالو مسایلو شنونکي انګیري چې د ډونالډ ټرمپ د سفر اصلي موخه جنوبي کوریا ته تګ دی او ددې شونتیا هم شته چې ډونالډ ټرمپ له کېم جونګ اون سره هم وګوري.

