د افغانستان، ايران او ترکيې د «اورګاډي پټلۍ» چارواکو د ترکیې په کوربهتوب په درې اړخيزه ناسته کې د وسپنې پټلۍ د نړيوالې ټولنې (UIC) د شپږدېرشمې ناستې په څنډه کې ګډون کړی دی.
د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د غونډې پر مهال د درې واړو هېوادونو ترمنځ يو مهم تړون لاسليک شوی، چې له مخې به د ختيځې اسيا، منځني ختيځ او اروپا د اورګاډي پټلۍ شبکې د افغانستان له لارې سره ونښلول شي.
د ښاغلي حقشناس په وينا، د دې تړون له پلي کېدو سره به د خواف – هرات د پټلۍ لاره د سيمې د هېوادونو ترمنځ د ترانزيټ او سوداګرۍ لپاره نوې دروازې پرانيزي او افغانستان به د يو مهم ټرانزيټي دهلېز په توګه خپل رول لا پياوړی کړي.
همدارنګه، د هرات ـ مزارشریف د وسپنې پټلۍ د رغونې د طرحې د عملي کېدو لپاره د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ګډو تخنیکي او مالي همکاریو پرېکړه هم شوې، څو له خپلو سرچینو او ظرفیتونو اعظمي ګټه واخلي.

