ډېر لوستل شوي

له بېلابېلو لارو ۷۹۵ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۷۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۲۵ تنه دی، هېواد ته راستنې شوې او اړين خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپو پر بنسټ، د اسلام کلا، ورېښمو، سپین بولدک او بهرامچې له لارو راستانه شويو کډوالو ته د تثبیت، ثبت، لیږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او مخابراتي اسانتیاوو تر څنګ عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

د راپور له مخې، د ټرانسپورټ او لېږد له لارې ۷۰۰ کورنۍ خوندي خپلو ولایتونو ته رسېدلې، له ۷۹۱ کورنیو سره مالي مرستې شوې او ۳۱۸ سیمکارتونه وېشل شوي دي. په خپور شوي راپور کې ويل شوي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده او له راستانه شويو کډوالو سره د مرستو لپاره د بېلابېلو کمېټو د همغږۍ هڅې دوام لري.

اړوند خبرونه