په فرانسه کې د نړۍ له مشهورو موزیمونو څخه یو، د پاریس «لوور» موزیم، د یوې سترې غلا شاهد و، چې پکې د «شاهي ګاڼو» یوه قيمتي مجموعه لوټ شوې ده.
په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې دوه تنه غله په رڼا ورځ د موزیم له ودانۍ څخه د یوې میخانیکي زینې له لارې راکوزېږي او په ډار او بیړه له سیمې تښتي.
د ياد موزیم مشر منلې چې کارکوونکي یې د غلو په نیولو او تر غلا مخکې د هغوی په پېژندلو کې ځکه پاتې راغلي دي چې په کومه برخه کې دا ګاڼې نندارې ته ایښې وې، هلته یوازې یوه امنیتي کامره لګېدلې وه.
د راپورونو له مخې، تر اوسه دغه غله نه دي نیول شوي.

