ډېر لوستل شوي

تېره میاشت هېواد ته د کابو دوه‌نیم زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی 

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په تلې میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره ۳۳۷ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې په دې موده کې د ۷۰ ښځینه‌وو په ګډون ۱۲۹۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۷ ښځینه‌وو په ګډون ۱۰۴۷ نور له هېواده وتلي دي. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د ثبت‌شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۲۸۱ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۹ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۳۲۸ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او ۹۶۲ نور د کار او زده‌کړو په موخه راغلي دي.”

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دا هم ویلي چې په یادو ارقامو کې تر ټولو ډېر ۷۲۰ بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې ۳۵۴ کسان د هرات د ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګر، ۱۰۴ کسان د فاریاب اقینې بندر، ۶۲ کسان د تورخم بندر او ۵۰ کسان نور د حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته افغانستان ته د بهرنیو وګړو تګ راتګ زیات شوی دی.

اړوند خبرونه