ډېر لوستل شوي

د ایران او افغانستان لوړ رتبه چارواکو د سرحدي مسایلو په اړه ناسته کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدي کمېسیون مشر ملا نور الله نوري د یو پلاوي په ملتیا د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریب ابادي او مل پلاوي سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ، د قاچاق مخنیوي او د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه ناسته کړې ده.
د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې ناسته کې افغان لوري ویلي چې اسلامي امارت د ښه ګاونډيتوب، متقابل احترام او د ګډو مسائلو د حل لپاره د رښتینې همکارۍ اصل ته ژمن دی.
ملا نورالله نوري د سرحدي نښو نښانو نوي کولو ته د لېوالتیا درلودلو ترڅنګ ژمنتیا ښودلې چې د دواړو هیوادونو تخنیکي ټيمونه به ژر د چارو د پیل په اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.
په غونډه کې بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ښاغلي کاظم غریب ابادي ویلي ایران د افغانستان همکاریو ته په ښه سترګه ګوري او هڅه کوي چې له افعانستان سره دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي.
د نوموړي د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه ویلي چې د دوی تخنیکي ټيمونه به له افغانستان سره په همغږۍ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه اقدام وکړي.

اړوند خبرونه