ډېر لوستل شوي

خوست کې د اداري او مدیریت له پروګرام څخه د ۱۳۰۰ مجاهدینو فراغت‌غونډه وشوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې خبر ورکړی چې د یادې ادارې له لوري د خوست ولایت په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو کې د اداري او مدیریت له پروګرام څخه د شاوخوا ۱۳۰۰ مجاهدینو فراغت‌غونډه شوې ده.   

سرچینې امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي ادارې رهبرۍ ګډون او ویناوې کړي دي.

په یاد غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رییس، مولوي غلام حیدر شهامت ویلي چې د هیواد په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د زده‌کړو لپاره د زمینې برابرول د اسلامي امارت له لاسته‌راوړنو څخه دي او په دې برخه کې یې د مجاهدینو پر ظرفیت‌لوړونې ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز ویلي چې اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۰ زره مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د مدیریتي زده‌کړو په ترلاسه‌کولو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې همداراز لیکلي چې په دغو مراسمو کې د کورنیو چارو مرستیال، مولوي محمد نبي عمري د مجاهدینو د روزنې پر ارزښت خبرې کړې او د مجاهدینو لپاره د اداري او مدیریت پروګرام په چوکاټ کې د زده‌کړو د زمینې په برابرولو کې یې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ هڅې ستایلې دي. 

بلخوا د خوست والي، مولوي عبدالله مختار د مجاهدینو لپاره د اداري او مدیریت په برخه کې د زده‌کړو زمینه برابرول یو له اساسي اړتیاوو څخه بللي او د مجاهدینو د زده‌کړو په برخه کې یې د پاملرنې په خاطر د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ هڅې ستایلې دي.  د خبرپاڼې له مخې چې دغه پروګرام په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر اوسه د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې سلګونه مجاهدین د اداري او مدیریت له روزنیزو پروګرامونو فارغ او یو شمېر یې په بېلابېلو اداري او نظامي سکتورونو کې دندې ترسره کوي.

اړوند خبرونه