ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزیر او د «شاه‌ سلمان» بنسټ رییس د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې د شاه سلمان بنسټ له رییس «عبدالله ربیعه» سره کتلي او افغانستان ته یې د راتګ بلنه ورکړې ده. 

د روغتیا وزارت د خبرپاڼې چې په دې کتنه کې د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د شاه سلمان بنسټ د انکشافي او بشري مرستو په چوکاټ کې د همکاریو پر ایجاد او پراختیا، د سرطاني، قلبي او د ولسوالیو د کچې عمومي روغتونونو په مجهز کولو او له ساري ناروغیو سره پر مبارزې خبرې شوې دي. 

په دې کتنه مولوي نور جلال جلالي د یاد بنسټ رییس ته بلنه ورکړې چې د لا ښې همغږۍ او د هیواد له روغتیایي سکټور سره د همکارۍ په موخه د سعودي شاهي دولت د روغتیا له وزیر سره یو ځای افغانستان ته راشي. 

بلخوا د شاه سلمان بنسټ رییس افغانستان ته د راتګ بلنې په ځواب کې ویلي: “خوښ به شم چې ستاسې د لمړیتوبونو اړوند معلومات راسره شریک کړئ تر څو ستاسې د لمړیتوبونو او ضرورتونو په اساس د همکارۍ اقدامات تر سره کړو.” نوموړي ژمنه کړې چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې به د روغتیایي تجهیزاتو، ظرفیت‌لوړونې، معیاري درملنې او نورو برخو کې خپلې مرستې جاري ساتي.

اړوند خبرونه