ډېر لوستل شوي

انس حقاني د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي فوټسال ټيم بریا ستايلې

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي فوټسال ټيم ته د اسیايي ځوانانو په سیالیو کې د بریا له امله مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي حقاني پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا بریا د افغانستان لپاره یو ویاړمنه شېبه ده او د هېواد د ځوانانو د وړتیا او زحمت څرګندونه کوي. د ويلو ده، چې د بحرین په کوربه‌توب د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ټيم د اسیايي ځوانانو په سیالیو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې له مخې د هېواد نوم روښانه کړی دی.

اړوند خبرونه