ډېر لوستل شوي

حماس اسرائيلو ته د دوو مړو جسدونه سپارلي

د فلسطين حماس غورځنګ خبر ورکړی، چې د لړم په اتمه یې اسرائيلو ته د هغو دوو کسانو مړي سپارلي، چې په غزه کې د جګړې پر مهال وژل شوي وو.

د اسرائيلو د لومړي وزیر د دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغه دوو کسانو جسدونه د سره صلیب د نړېوالې ادارې په مرسته اسرائيلي اشغالګرو ته سپارل شوي او له لېږد وروسته به یې هویت هم روښانه شي.

د راپورونو له مخې، د اوربند له هوکړې سره سم، حماس غورځنګ ټول اسرائيلي بنديان د نږدې دوو زرو فلسطيني بنديانو د تبادلې په بدل کې خوشې کړي دي.

دا اقدام په داسې مهال ترسره شوی، چې د اسرائيل هوایي او ځمکني بریدونه لا هم پر غزه دوام لري.

اړوند خبرونه