د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د ټينګښت په موخه، د ترکیې او قطر په منځګړيتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ په استانبول کې د څو ورځو مذاکراتو په ترڅ کې د سولې په دوام هوکړه شوې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، ټول اړخونه د اوربند د دوام په اړه سلا شوي او ژمنه یې څرګنده کړې چې د تاوتريخوالي د مخنيوي او د سولې د فضاء د ساتلو لپاره به هڅې کوي.
د اعلامیې پر اساس، ټاکل شوې ده چې د پاتې مسايلو او د هوکړې د عملي کولو پر څرنګوالي به د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۶مه نېټه د لوړپوړو پلاويو په کچه بله غونډه په استانبول کې ترسره شي.
په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د څارنې او تائيد یو میکانیزم به رامنځته کېږي څو د سولې د پرېکړو د پلي کېدو څارنه وکړي او له سرغړونکو لوریو سره د قانوني چلند ډاډ ورکړي.
د منځګړو هېوادونو په توګه، مذاکراتو کې ترکیې او قطر د افغانستان او پاکستان د مثبتو ګامونو ستاینه کړې او ټينګار یې کړی چې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره له دواړو لوريو سره ګډو همکاريو ته چمتو دي. د ويلو ده، چې دغه ناستې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې پورې دوام درلود، چې موخه یې هم د اوربند د ټينګښت پر عملي بڼه بحث او پرېکړه ښودل شوې ده.

