ډېر لوستل شوي

مرستندویې ادارې: د سوډان الفاشر ښار له نیول کېدو وروسته بشري وضعیت کړکېچن شوی

نړیوالو مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی، چې د سوډان د دارفور په الفاشر ښار کې د ښار له نیول کېدو وروسته د خلکو وضعیت سخت کړکېچن شوی او د بشري ناورین وېره ورځ تر بلې ډېریږي.

مرستندويه کارکوونکو له سیمې د تښتېدلو په حواله ويلي، چې د ښار سړکونه د وژل شویو کسانو له مړو ډک دي او سلګونه تنه د وروستیو نښتو او ګډوډۍ پر مهال وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ د وسله‌والو بریدونو او عامه وژنو پر ضد غبرګون ښودلی او د سوډان د روان وضعیت د ارزونې لپاره یې بېړنۍ غونډه بللې ده.

مرستندویې ادارې وايي، د جګړو له امله زرګونه کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي او د خوندي ځایونو په لټه کې شي، خو د خوراکي توکو، درملو او سرپناه د نشتون له امله د هغوی ژوند له سخت ګواښ سره مخ دی.

اړوند خبرونه