ډېر لوستل شوي

د باجوړ اوسېدونکو ته د «ټي‌ټي‌پي» تازه خبرداری؛ له ماښام وروسته له ګرځېدو ډډه وکړئ

تحريک طالبان پاکستان (TTP) د باجوړ اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د ماښام له لمانځه وروسته تر سهار اتو بجو پورې دې له ګرځېدو ډډه وکړي، ځکه په ځينو سيمو کې ماینونه اېښودل شوي دي.

بلال باجوړی چې باجوړ کې د پاکستاني طالبانو مرستيال بلل کېږي، په ټولنيزو شبکو په يوه غږيز پيغام کې له خلکو غوښتي چې د خپلو سيمو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه په پيغام کې يادونه کړې: “د نېک بانډه، هيل‌ماند، لره‌ بانډه، جنت‌شاه، شريف‌خانه، کمانګر، کوټکی او ريده‌ون» سيمې اوس مهال د جګړې په ډګرونو بدلې شوې او د دغو لارو په ډېری برخو کې ماينونه ‌ايښودل شوي دي.

بلال باجوړي ټينګار کړی چې که څوک د خبرداري له پامه غورځولو وروسته زيان وويني، مسووليت به يې د هغه پر غاړه وي.

په دې وروستيو کې د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستاني پوځ ترمنځ نښتې په ځانګړي ډول د خيبرپښتونخوا په ايالت کې زياتې شوې دي. د تېرې اوونۍ په وروستيو کې د ټي ټي پي يو مهم قوماندان، قاري امجد چې د «قاري مزاحم» په نوم هم پېژندل کېده، د پوځیانو سره په نښته کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند خبرونه