ډېر لوستل شوي

“د مذاکراتو په جریان کې د افغانستان پر وړاندې له ګواښ ډکې څرګندونې ناوړه پایلې لرلی شي”

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد له «خیبر نیوز» سره په تازه مرکه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ وروستیو نښتو، فرضي کرښې او د کونړ پر سیند د بندونو جوړولو او یو شمېر نور مسایلو په اړه خبرې کړې دي.  

ښاغلي مجاهد د افغانستان – پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي چې افغانان هېڅکله د جګړې غوښتوونکي نه دي، خو د یرغل ځواب ورکول خپل حق بولي.

نوموړي ویلي چې پاکستان له یوې خوا افغان کډوال راوباسي او له بلې خوا دروازې پرې تړي چې په وینا یې دا له ټولو انساني قوانینو خلاف کار دی. 

د اسلامي امارت ویاند د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې ډيپلوماتیکې او سوداګریزې بللې او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت نه غواړي چې افغانستان د هېوادونو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شي. 

ذبیح الله مجاهد په خپلو څرګندونو کې د کونړ پر سیند د بندونو جوړېدو ته هم اشارې کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان په خاوره کې هر ډول بیارغونه د افغان ولس خپل اختیار دی.

د اسلامي امارت ویاند یو وار بیا په ټینګار سره ویلي چې د پاکستان په پوځ کې داسې کسان شته چې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او په همدې خاطر یې د افغانستان باور زیانمن کړی دی.

اړوند خبرونه