ډېر لوستل شوي

عدليې وزارت: درېيو کلونو کې د هېواد ۹ استوګنيز ښارګوټي امارتي تثبيت شوي

د عدليې وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، په تېر درېيو کلونو کې د هېواد په کچه ۹ استوګنيز ښارګوټي د امارتي (دولتي) ملکیت په توګه تثبيت شوي دي.

د ياد وزارت وياند قاري برکت‌الله رسولي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ياد ښارګوټي له ۵۰ زره جریبو څخه زياتې ځمکې رانغاړي او د اختصاصي محکمو له خوا د شرعي پرېکړو پر بنسټ امارتي اعلان شوې دي.

دغه ښارګوټي د کابل، بلخ، غزني او ننګرهار په ولايتونو کې دي، چې په هغوی کې د کابل د ملا تره‌خېل، سردار محمد داوود خان او ملا عزت ښارګوټي، د بلخ د خالد بن ولید ښارګوټی، د غزني د حکیم سنایي او نوآباد ښارګوټي، او د ننګرهار د ظاهر قدیر او اسحاق ګېلاني ښارګوټي شامل دي.

کمېسیون زیاتوي، دغه پرېکړې د باوري اسناد، شواهد او معتبرو مدارکو له مخې شوې او   هيڅ کله د متصرف قوم، سمت يا د اړيکو تر اغيزې لاندې نه دې راغلې.

د معلوماتو له مخې، د دغو ښارګوټو تر څنګ په تېرو درېيو کلونو کې له غاصبینو څخه شاوخوا څلور ميليونه جريبه نوره امارتي ځمکه هم بېرته استرداد شوې ده.

اړوند خبرونه