په قرغيزستان کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د چين له سفيرې لېو جيانپينګ سره کتلي دي.
ياد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې د سياسي اقتصادي او کلتوري دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ، د سيمې پر امنيتي وضعيت، د سيمهييزې سولې او ثبات د پياوړتيا او د متقابل اعتماد د زياتوالي په تړاو خبرې شوې دي.
د چين سفيرې افغانستان د سيمې يو مهم او تاريخي هېواد بللی او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سيمې لپاره حياتي اهميت لري.
نوموړې دغه راز ډاډ ورکړی، چين غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړيکې او همکاري لا پياوړې کړي.
په ورته مهال ښاغلي حقاني د چین له مثبت دريځه مننه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې اسلامي امارت به د سيمې د ثبات او ګډو همکاریو لپاره خپلې هڅې دايمي وساتي.

