کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې په نشهيي توکو ۷۶ روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان په تخار، بدخشان، کاپیسا، بلخ، پروان او فراه ولایتونو کې راټول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې په دې سربېره په کندز، غزني او پروان ولایتونو کې ۹۳ روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شوه او دا مهال په بېلابېلو روغتیایي مرکزونو کې لسګونه زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
د ویلو ده چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې لسګونه زره نور تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته روغ سپارل شوي دي. څه موده مخکې عامې روغتیا وزارت راپور ورکړی و چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۴۰ زرو ډېر روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

