ډېر لوستل شوي

هند له افغانستان سره د ۱۶ ټنو روغتیايي توکو مرسته کړې

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې هند له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام د څه باندې ۱۶ ټنو درملو او د میکروب لېږدوونکو ناروغیو د تشخیص کېټونو مرسته کړې.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دا مرسته د افغانستان د ملاریا او ورته ناروغیو د مخنیوي پروګرام د پیاوړتیا لپاره ترسره شوې او د ملاریا، ډینګي او لې‌‌شمانیا په څېر ناروغیو پر وړاندې د مبارزې وړتیا به زیاته کړي.

وزارت زیاته کړې، د هند له لوري ورکړل شوې دغه مرسته به د عامې روغتیا په بنسټونو کې د پرمختګ او د ساري ناروغیو په کنټرول کې مهم رول ولوبوي.

اړوند خبرونه