د چارو ادارې لوی رییس، مولوي نورالحق انور په مشرۍ د اداري پروسو د سادهکولو او تجربو او معلوماتو د شریکولو په موخه غونډه شوې ده.
د چارو ادارې لوی ریاست د خبرپاڼې له مخې چې دا غونډه د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو د معینانو او د چارو ادارې لوی ریاست د اداري پروسو ساده کولو رییس او مسوولینو په ګډون شوې، او پکې د چارو ادارې د پېچلو پروسو پر پېژندلو او سادهکولو ټینګار شوی دی.
په خبرپاڼه کې د مولوي نورالحق انور له قوله لیکل شوي: “د دې غونډې ګډونوال مکلف دي چې د خپلې اړوندې ادارې پېچلې او وخت نیوونکې پروسې وپېژني او د هغو د ساده کولو لپاره اقدام وکړي.
نوموړي همداراز ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ۹۲۸ وختنیوونکې، پېچلې او مراجعینو پورې تړلې پروسې د یاد ریاست متخصصینو له لوري ساده شوې چې په وینا یې له دې سره د چارو د پرمخ وړلو سرعت زیات شوی دی.
د چارو ادارې لوی رییس منلې چې په ډېرو ادارو کې ګڼې ستونزې شته او ټینګار یې کړی چې اوس دوی د اسلامي شریعت د لارښوونو پر بنسټ، د خلکو د اسانتیاوو لپاره د شرایطو په برابرولو مکلف دي.

