ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر اخوند د سمنګان زلزله‌ځپلو سیمو ته ورغلی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند سمنګان ته د خپل سفر پرمهال له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي او غم‌شریکي څرګنده کړې ده.  

د اقتصادي معاونیت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې اقتصادي مرستیال زلزله‌ځپلو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به په ټولو امکاناتو سره د سرپناه جوړولو، کورونو ابادولو او ځینو نورو برخو کې شته ستونزو ته رسېدنه کوي.

سرچینې لیکلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند په دې سفر کې نغدي مرسته هم وړې چې زلزله‌ځپلو هېوادوالو ته به د کورونو ابادولو، سرپناه جوړولو، د ټپيانو درملنې او نورو برخو کې د ستونزو د حل لپاره د ولایتي مسوولینو له لوري په شفاف ډول ووېشل شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز له ټولو هغو خیریه بنسټونو، سوداګرو او هېوادوالو څخه مننه کړې چې په دې سخت وخت کې یې له زلزله‌ځپلو سره مرسته کړې ده.

“ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې د دې دردونکې پېښې له قربانیانو او ځپل‌‌شویو کورنیو سره مرسته وکړي.”

دوې ورځې مخکې د سمنګان ولایت په ګډون د هېواد په شمال کې د خونړۍ زلزلې له امله نږدې ۳۰ هېوادوال شهیدان او شاوخوا ۱۰۰۰ نور ټپیان شول.

اړوند خبرونه