ډېر لوستل شوي

“سږ کال افغانستان کې د کوکنارو کرکیله تر پروسږ کال ۲۰ سلنه کمه شوې”

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر «UNODC» وایي چې په افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کرکیله ۲۰ سلنه کمه شوې ده.  

یاد دفتر ادعا کړې چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیلې ټول مساحت ۱۰ زره ۲۰۰ هکتاره اټکل کېږي. 

بلخوا د روسیې امنیت شورا منشي «سرګئي شویګو» ویلي چې اوسمهال له افغانستان څخه مشترک المنافع هېوادونو ته د نشه‌يي توکو په قاچاق کې کموالی راغلی دی. 

نوموړي ویلي چې اوس د افغانستان وضعیت ښه شوی او د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوي په برخه کې ډېرې لاسته‌راوړنې لري.  د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کرکیلې او د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار او قاچاق کلک بندیز لګېدلی او له تېرو دریو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه