ډېر لوستل شوي

له سنګره تر دفتره؛ شاوخوا ۴۰ زره مجاهدین پر مسلکي او تخنیکي زده کړو بوخت دي

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر تخار کې له مسلکي زده کړو د ۸۵۰ تنو مجاهدینو د فراغت په غونډه کې ویلي چې اوسمهال په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې شاوخوا ۴۰ زره مجاهدین پر مسلکي زده کړو بوخت دي.

د یادو مجاهدینو په فراغت‌غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس مولوي غلام حيدر شهامت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د شمال ختيځ زون ریيس، د تخار ولايت مرستيال والي او د یاد ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسوولینو برخه اخیستې وه.

مولوي غلام حیدر شهامت ویلي چې د مجاهدینو روزنیزه طرحه د اسلامي امارت یوه له سترو موخو او پروګرامونو څخه وه. نوموړي د مجاهدينو لپاره د مديريتي زده کړو اهميت ته په اشارې سره زياته کړې: “اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا څلوېښت زره مجاهدين د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مديريتي زده کړو بوخت دي.”

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس همدارنګه له فارغو مجاهدینو غوښته کړې، تر څو د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له مسلک، ژمنتیا، صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلي او د خلکو د خدمت لپاره سخت کار وکړي.

دغه‌راز مولوي شهامت زياته کړه: ” کله چې د مجاهدينو روزنیزه طرحه د اسلامي امارت مشرتابه درانه مقام ته وړاندې شوه، د ا.ا.ا زعیم له لوري له دې طرحې څخه ډېر تود هرکلی وشو او د پلي کېدو لپاره یې هدایات هم صادر کړل.”

په ورته وخت کې د تخار ولايت مرستيال د خپلې وینا پر مهال د مجاهدينو لپاره د مديريتي زده‌کړو پر اهميت ټينګار کړی او د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې یې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له رهبرۍ څخه، هرکلی وکړ. نوموړي زياته کړه، چې په تخار کې د مجاهدينو د روزنيزې طرحې له مديريت څانګې څخه د شاوخوا ۸۵۰ مجاهدينو فراغت يوه ستره لاسته راوړنه ده.

په هغه مستند کې چې امید راډیو جوړ کړی، د مجاهدینو او افغان ځوانانو مسلکي زده کړو ته د افغان حکومت ژمنتیا او پیاوړی هوډ څرګندوي. یاد مستند کې ویل شوي چې د هوایي ځواکونو پوهنتون د اسلامي امارت د بیاواکمنۍ پر لومړي کال له پوره ۲۴ کلونو ځنډ وروسته پرانیستل شو.

دا پوهنتون څلور لسیزې پخوا د څلورو څانګو په لرلو فعال و؛ خو د تېر حکومت په دوره کې یې چارې شنډې وې. یاد پوهنتون کې اوس هم د مجاهدینو ترڅنګ د بېلابېلو ولایتونو سلګونه ځوانانو پر زده کړو بوخت دي. یاده دې شي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په هېواد کې هغه رسمي اداره ده چې ټولنې ته متخصص او ماهر کاري ځواک چمتو کوي. دا اداره شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوه.

اړوند خبرونه