ډېر لوستل شوي

امریکا: د ایران له‌خوا په مکسیکو کې د اسرائيل د سفیرې د وژلو پلان شنډ شوی

یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک تېر کال هڅه کړې وه، د اسرائيل سفیره «عینات کرانز نایګر» په مکسیکو کې ووژني، خو دا هڅه شنډه شوې ده.

رویټرز د دغه چارواکي له نوم نه ښودلو پرته په حوالې ويلي، چې د دې دسیسې فعالیت د روان کال تر لومړۍ نیمایي پورې روان و، خو وروسته مهار شو او اوس کوم د پام‌ وړ ګواښ نه‌ شته.

بل‌خوا د مکسیکو حکومت ویلي، دوی د اسرائيلي سفیرې پر وړاندې د احتمالي برید په اړه له وړاندې هېڅ معلومات نه‌ درلودل.

د ويلو ده، چې ایران تر دې دمه د دغې ادعا په تړاو رسمي غبرګون نه‌ دی څرګند کړی.

اړوند خبرونه