ډېر لوستل شوي

د استانبول مذاکرات د پاکستاني پلاوي د غیرمسوولانه وړاندیزونو له امله بیا بې‌پایلې شول

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد وایي چې په استانبول کې د افغانستان – پاکستان دوه‌ورځني مذاکرات د پاکستاني لوري د نامعقولو او غیرمسوولانه وړاندیزونو له امله یو ځل بیا بې‌پایلې پایته رسېدلي دي. 

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ځل افغان پلاوي هیله درلوده چې پاکستانی اړخ به له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسؤولیت‌پذیرۍ او رغنده نیت د ستونزې د اساسي حل لپاره جدي وي، خو په وینا یې چې پاکستاني پلاوي بیا د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول.

“پاکستاني پلاوي له خپلې خوا نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسوولیت منلو ته چمتووالی ښود.”

مولوي ذبیح الله مجاهد دا هم لیکلي چې اسلامي امارت د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د کوربه‌توب او منځګړیتوب په خاطر د ترکیې او قطر له هېوادونو څخه مننه کوي.

اسلامي امارت بیا ټینګار کړی چې هیچاته به اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر خلاف استفاده وکړي او نه به بل هیواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي.

اړوند خبرونه