د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې په هېواد کې په بېلابېلو ولايتونو کې د پانګونې لپاره غوره فرصتونه برابر شوي دي.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت په خپله خبرپاڼه کې، په تخار کې د کلاي مامي د اوبو برېښنا پروژه، کونړ کې د ساګي د اوبو برېښنا پروژه، تخار کې د ګردګاو د اوبو برېښنا پروژه، ډايکندي کې د پای کټه سنګ د اوبو برېښنا پروژه، روزګان کې د اولمباغ د اوبو برېښنا پروژه او کندوز کې هم د خاناباد ۲ د اوبو برېښنا پروژې يادې کړې دي. ياد معاونيت د هر ډول همکارۍ او ملاتړ په ډاډ ورکولو سره ويلي، ټول کورني او بهرني پانګوال کولی شي چې په دې سکټور کې په پوره ډاډ سره پانګونه وکړي.

