ډېر لوستل شوي

امریکا کې د حکومت تر ټولو اوږده تعطیلي؛ زر پروازونه لغوه شوي

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت اوږده تعطیلي د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده رخصتي بلل شوې، چې له امله یې د هوايي ټرانسپورت خدمتونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
د «CBS News» د راپور له مخې، د امریکا فدرالي ادارې د هوايي چلند (FAA) د کارکوونکو د رخصتۍ له امله یوازې په وروستیو دوو ورځو کې شاوخوا زر پروازونه لغوه شوي دي.
يادې ادارې د جمعې او شنبې په ورځ د هوايي ترافیک د کمېدو امر ورکړی، چې ورسره د پروازونو شمېر په سلو کې لس راټیټ شوي دي.
د امریکا د ټرانسپورت وزیر شان ډافي او د فدرالي هوايي ادارې رئیس براین بیدفورد ویلي، د دوامدارې حکومتي رخصتۍ له امله اړ دي د پروازونو شمېر کم کړي، چې دې وضعیت تر اوسه نږدې ۴۰ هوايي ډګرونه اغېزمن کړي دي.
دا اوږده تعطیلي له هغه وخت راهیسې روانه ده، چې د امریکا د کانګرېس غړي د لنډمهاله بودیجې پر تصویب نه دي توانېدلي، او د جمهوري‌پالانو او ډيموکراتانو ترمنځ اختلاف د حکومت د رخصتۍ اصلي لامل بلل شوی دی.

اړوند خبرونه