ډېر لوستل شوي

د سوریې ولسمشر احمد الشرع امریکا ته رسېدلی

د سوریې ولسمشر احمد الشرع په یوه رسمي سفر امریکا ته رسېدلی دی.
د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» ویلي، الشرع د یکشنبې په ورځ د لړم پر ۱۸مه واشنګټن ته تللی، خو د سفر د موخې او پروګرامونو په اړه یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.
ځینې پخوانیو راپورونو څرګنده کړې، چې نوموړی د «داعش» ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د ملاتړ او د خپل هېواد د رسمي ګډون د اعلان لپاره امریکا ته تللی او ټاکل شوې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په دې تړاو لیدنه ولري.
دغه سفر وروسته له هغې ترسره کېږي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د احمد الشرع پر ضد لګول شوي بندیزونه لغوه کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي و، چې الشرع «فوق‌العاده کار کړی» او ښايي ورسره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
دا د روان میلادي کال له پیل راهیسې د سوریې د ولسمشر دويم سفر دی. په داسې حال کې چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د غونډې لپاره نیویارک ته تللی و.

اړوند خبرونه