ډېر لوستل شوي

د پاکستان اپوزیسیون او مدني فعالانو  د اساسي قانون د ۲۷م تعدیل پر وړاندې اندېښنه څرګنده کړې

د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو او مدني فعالانو د اساسي قانون په ۲۷م تعدیل په وړاندې غبرګون ښودلی او نيوکه يې کړې، چې په وړاندیز شويو بدلونونو کې به د هېواد د واک تله د پوځ پر لور لا درنه کړي او ملکي ادارې به لا کمزورې شي.

دوی خبرداری ورکړی، چې که دا مسوده ومنل شي، نو د پوځ واک به په اساسي قانون کې بنسټیز شي او د ولسواکۍ بنسټونه به تر سیوري لاندې راولي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه تعدیل د ملي اسامبلۍ ته وړاندې شوی او له مخې به د پوځ مارشال د ټول عمر لپاره مارشال وي او له ټول امتیازاتو به خوند اخلي. د مسودې له مخې، په پوځ کې پنځه مهم بدلونونه وړاندیز شوي، چې پکې د پوځ مشر ته د دفاعي ځواکونو د مشر لقب ورکول، د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې د پوسټ ختمېدل او د ملي سټراټیژیکې قوماندانۍ د نوي پوسټ رامنځته کول شامل دي.

اړوند خبرونه