ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې څه باندې ۲ زره افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو افغان کډوال په جبري توګه راستانه شوي او ورته اړین خدمتونه هم برابر شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، د هرات، نیمروز، کندهار، ننګرهار، هلمند او کابل له لارې زرګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او د بېلابېلو کمېټو له‌خوا ورته د ثبت، مالي مرستو، لېږد، روغتیايي او عامه پوهاوي خدمتونه وړاندې شوي دي.

په ټولیز ډول د ورځې په اوږدو کې ۲۰۹۸ کورنۍ چې ۱۲۴۵۵ کسان کېږي ثبت شوي، ۴۴۳۱ کورنۍ چې ۲۷۰۱۰ کسان کېږي په خوندي توګه خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۲۰۵۱ کورنیو سره نغدې مالي مرستې هم شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د مخابراتو د خدمتونو په برخه کې هم د بېلابېلو لارو راستنېدونکو کډوالو ته ۱۶۵۲ سیمکارتونه وېشل شوي دي.

دارالانشاء ډاډ ورکړی، چې راستنو شويو کډوالو ته د روغتیا، خوراک، او عامه پوهاوي په برخه کې پراخ خدمتونه ترسره شوي او دغه لړۍ په منظم ډول دوام لري.

اړوند خبرونه