ډېر لوستل شوي

تهران کې افغان سفیر د «چابهار د آزادې اقتصادي سيمې» له مشر سره کتلي

په تهران کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي فضل‌محمد حقاني د ایران د «چابهار د آزادې اقتصادي سیمې» له عمومي رئیس ډاکتر محمد سعید اربابي سره کتلي او د دوه‌ اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې بحث کړی دی.

ياد سفارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د استازولۍ د دفتر پر پرانیستې، د افغانستان او ایران د ګډ بانک د جوړېدو پر طرحه، او د افغان پانګه‌والو لپاره د اوږدمهاله ځمکو د سپارلو په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو د چابهار – میلک د اورګاډي د پټلۍ د کار د بشپړېدو، افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله اقامې د صادرېدو او د هغوی د ستونزو د حل په اړه هم ټینګار کړی دی.

دا ناسته په داسې مهال کېږي، چې کابل کې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د «چابهار بندر» د ټرانزیټي مسیر په اړه خبري کنفرانس روان دی.

اړوند خبرونه