د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دې هېواد په څو ولايتونو کې يې د اوکراين ۷۱ بېپیلوټه الوتکې په هوا کې شنډې کړې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو کې ۲۹ الوتکې په بریانسک، ۷ په کورسک، ۵ په لیپیټسک، او ۵ نورې په سمولنسک ولایتونو کې شنډې شوې دي.
همدارنګه، څو الوتکې په اوریول، ټویرف، سامارا، کالوګا، روستوف، تولا او د تور سمندر په سیمه کې هم شنډې شوې دي.
په ورته مهال، د روسي ځواکونو د دونیتسک په بوکروفسک او خارکیف په کوبیانسک ښارونو کې جګړهييز پرمختګ کړی او د ډنیپروپتروسک په جنوبي ختیځ کې يې يوه کلی هم تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.
اوکرایني چارواکو د بوکروفسک وضعیت سخت بللی، خو د خپلو ځواکونو د دوامداره مبارزې ډاډ يې ورکړی دی.

