ډېر لوستل شوي

“که اسرائيل پر ايران بريد وکړي، تهران به هم‌‌مهاله د ۲ زرو توغنديو غبرګون وښيي”

نیویارک ټایمز د یوې استخباراتي سرچینې په حواله ويلي، که اسرائيل یو ځل بیا پر ایران پوځي برید وکړي، تهران به په بې‌ساري غبرګون کې په یوه وخت ۲۰۰۰ توغندي د اسرائيلو پر لور ور وتوغوي.
راپور زیاتوي، چې دغه توغندي به د ایران د دفاعي او توغندیزو ځواکونو د ګډو عملیاتو په چوکاټ کې ویشتل کېږي.
همدارنګه ویل شوي، چې دا ممکنه پوځي ځواب د سیمې په امنیت او ثبات د نوې او خطرناکې جګړې سبب شي.
ويل‌کېږي، د ایران او اسرائيلو ترمنځ هر پوځي اقدام د سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالو لپاره جدي پایلې لرلی شي، او د وضعیت د بې‌ثباتۍ خطر لوړوي.

اړوند خبرونه