ډېر لوستل شوي

“افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې بهرني استادان هم تدریس کوي”

د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي استازي «طارق علي بخیط» او مل پلاوي سره د هېواد د پوهنتونونو پر وضعیت خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې د لوړو زده‌کړو وزیر د افغانستان د پوهنتونونو وضعیت د پرمختګ په حال کې بللی دی. 

نوموړي ویلي چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د افغانستان په پوهنتونونو کې د دوکتورا برنامې له دوو څخه نیږدې ۳۰ او د ماسټرۍ برنامې ۱۰۰ ته رسېدلي دي.

سرچینې لیکلي چې د لوړو زده‌کړو وزیر همداراز افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په اړه هم غږېدلی او ویلي یې دي چې په دغه پوهنتون کې په لوړه کچه د کورنیو استادانو ترڅنګ بهرني استادان هم تدریس کوي.

“د لوړو زده‌کړو وزیر له یاد پلاوي څخه غوښتي چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو په مرسته د فوق لېسانس برنامو لپاره متخصص استادان افغانستان ته راجلب کړي، د مجهزو لابراتوارونو په بشپړېدو د یاد سازمان غړو هېوادونو سره د علمي همکاریو رامنځته کولو او زېربنا برخو کې همکاري وکړي.”  بلخوا مقابل لوري د نصابونو بیاکتنه، د فوق لېسانس برنامو ایجاد او موجوده پرمختګونه ستایلي او ژمنه یې کړې چې د افغانستان تحصیلي نظام اړتیا وړ برخو کې به له لوړو زده‌کړو وزارت سره همکاري کوي.

اړوند خبرونه