د عامې روغتیا وزیر، مولوي نورجلال جلالي په کابل کې د جاپان له نوي سفیر «کنیچي ماساموتو» سره په کتنه کې پر بېلابېلو روغتیايي مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیتلوړونې، د روږدو ناروغانو د درملنې، د ساري او غیرساري ناروغیو د کنټرول او نورو برخو کې له افغانستان سره د جاپان پر همکاریو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د مولوي نورجلال جلالي له قوله په روغتیايي برخو کې د جاپان له دوامدارې همکارۍ مننه شوې او د غیرساري ناروغیو په مخنیوي، تشخیص، درملنې، ظرفیت لوړونې او نورو اړینو همکاریو اړوند غوښتنې شوې دي.
عامې روغتیا وزارت لیکلي چې بلخوا د جاپان نوي سفیر خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د ساري او غیرساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ څرګند کړی او په وینا یې چې هېواد یې د هراړخیزو همکاریو دوام ته ژمن دی.

