ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې د «پارندې» د برېښنا بند پروژه بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د افغانستان د برشنا شرکت رئیس ډاکتر عبدالباري عمر وايي، چې د پنجشېر ولایت د «پارندې» برېښنا بند پروژه بشپړه او رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د اميد راډيو خبريال چې دې مراسمو کې يې ګډون کړی د ښاغلي عمر په حواله ويلي: “دغه بند ۴ میګاواټه ظرفیت لري او د ولایت د ټولو اوسېدونکو د برېښنا اړتیاوې به پوره کړي. پروژه د ۸ میلیونه ډالرو په لګښت د اوکراین د برېښنا متخصصانو او د «انتر ګلوبل میدل‌ایست» شرکت په همکارۍ جوړه شوې ده.”

ډاکتر عبدالباري عمر زیاته کړې، د دې بند د جوړولو موخه د انرژۍ بنسټیزو زیربناوو پیاوړتیا، سیمه‌ییز پرمختګ، او د بهرنیو برېښنا سرچینو د اړتیا کمول دي.

ښاغلي عمر ټينګار کړی، په روان کال کې به د برېښنا شرکت په بېلابېلو سيمو کې ۵۱ میلیارده افغانۍ مصرف کړي.

اړوند خبرونه