د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند نن(جمعه، لړم ۲۳مه) په ارګ کې د حسن بصري رحمه الله نوی جامع جومات پرانېستی او د جمعې مبارکې لمونځ یې پکې ادا کړ.
په دغو مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیالانو، د کابينې يو شمېر وزيرانو، د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس او مرستیالانو، د امارتي ادارو رئیسانو، یو شمېر علماوو او عامو هېوادوالو برخه اخیستې وه.
حسن بصري (رح) جامع جومات د افغان انجنيرانو او مسلکي کاریګرو په مټ د هرات د چشت شریف له مرمرو، د هلمند له رخامو، د میدان وردګو له ډبرو، د کونړ او نورستان له لرګیو او نورو وطني توکو رغېدلی دی.
یاد جومات د شنې ساحې په ګډون له ۱۰۶۰ مترمربع ځمکې څخه پر ۶۲۷ متر مربع ځمکه جوړ شوی او په يوه وخت پکې ۱۰۰۰ تنه لمونځ کوونکي ځایېږي.
ددې جومات د بنسټ ډبره رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب په ۲۴ مه ایښې وه چې يو ګنبد، څلور منارې، په تلخونه کې کتابتون، تدریس او لمانځه لپاره مناسب ځای لري.

