د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون یو پلاوی پرون پنجشنبه لوګر ته په یوه سفر تللی و.
عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوي د لوګر له والي او نورو سیمهییزو مسولینو سره په کتنه کې په خوښۍ ولسوالۍ کې پر شاوخوا ٨٠٠ جریبه امارتي ځمکې د اختصاصي محکمې د فیصلې د تطبیق سربېره د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په اړه خبرې کړي. په دې کتنه کې شیخ عبدالحکیم شرعي د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد او د فیصلو پر پلې کېدو ټینګار کړی دی.
ښاغلي شرعي دغه راز دې برخه مې د سیمهییزو ادارو همکاري یوه بنسټیزه اړتیا بللې ده.
یاده دي شي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد کمېسیون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ځمکارزونې چارې په پوره روڼتیا سره پر مخ بیايي.

